CRI Online

چين د څواړخيز نظام د ساتلو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو ټينګه اراده لري

cri     (GMT+08:00) 2020-09-11 11:56:06
چين د څواړخيز نظام د ساتلو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو ټينګه اراده لري

د چين د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د م م د جوړېدو د ۷۵ کاليزې په اړه د چين د دريځ سند خپور کړ او پکې يې د م م د رول، نړيوالو اوضاعو، دوامداره پرمختګ او د کوويد-۱۹ ضد مبارزه کې د نړيوالې همکارۍ په هکله د چين ادعا او دريځ څرګند کړی دی.

د کارپوهانو په اند، اوس په نړۍ کې ستر بدلون روان دی، د کوويد-۱۹ ويروس د ګړندي خپرېدو له امله د ياد بدلون سرعت ګړندی شوی او د بې ثباتۍ او ناارامتيا ډېر عوامل يې راپورته کړي دي. خو سوله او پرمختګ لا هم د نړۍ عمده موضوع ده. چين په دغه وخت کې د خپل دريځ اړوند سند خپور کړ او ترې ښکاري چې دغه هېواد غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره پر څواړخيز نظام ټينګار وکړي او م م وهڅوي چې په دوامداره توګه خپل رول او خدمتونه وکړي. برسيره پر دې، چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه پوره ټينګه اراده او باور لري.

د چين د نړيوالو موضوعاتو د څېړنيزې ادارې د امريکا د چارو څېړنيزې څانګې مرستيال سو شياو هوې وويل، چين د ياد سند په خپرولو سره د چين او نړۍ ترمنځ اړيکې او د يو لوی او مسئولانه هېواد په توګه خپله دنده څرګنده کړې ده.

ښاغلي سو شياو هوی وويل، چين د م م له بنسټ ايښوونکو هېوادونو څخه دی او لومړی هېواد دی چې د م م منشور يې لاسليک کړ. چين له ۷۵ کلونو راهيسې د م م د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي. چين د دوامداره پرمختګ د هڅولو لپاره ډېر کوښښونه کړي، نه يوازې په کليوالو سيمو کې يې ټول بې وزله خلک له بېوزلۍ څخه ايستلي، بلکې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په شمول د يو لړ وړانديزونو په وړاندې کولو سره يې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ لپاره فرصتونه برابر کړي دي.

په داسې حال کې چې اوس په نړۍ کې ستر بدلون را روان دی او د کوويد-۱۹ د منفي اغېزې له امله خلک سخت زيانمن شوي او له ننګونو سره مخ دي، نو په داسې حال کې نړۍ کوم ډول م م ته اړتيا لري؟ د کارپوهانو په اند، د چين په دغه سند کې داسې څرګندونې ليکل شوي، چې د نويو اقتصادونو او د پرمختيايي هېوادونو د ودې تمايل نه دی بدل شوی، د څوقطبيز پر لوري د نړۍ د روانېدو تمايل نه دی بدل شوی او له ستونزو سره سره د اقتصاد د نړيوال کېدو تمايل هم نه دی بدل شوی. دغه راز چين د بشر د ښه راتلونکي لپاره خپل اواز او دريځ بيان کړی دی.

د چين د عصري نړيوالو اړيکو د څېړنيزې ادارې څېړونکې چن فنګ ينګ وويل، م م تل د څواړخيزم د ساتلو، د نړيوالې ادارې او ګډ پرمختګ د هڅولو په برخو کې ډېر مهم رول لوبولی او لوبوي يې. نړيوال بايد د کوويد-۱۹ مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. خو په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ ساتونکې د ساتنې غوښتنه، يواړخيزم غوښتنه او زورواکۍ غوښتنه رامنځته شوې او حتی د ځينو هېوادونو يو شمېر سياستوالو پر نورو هېوادونو پړه اچولې او خپل هېواد يې له نړيوالو همکاريزو سازمانونو څخه اوباسلی او نړيوالې همکارۍ يې سختې زيانمنې کړې دي. نو په داسې وخت کې د چين دغه سند ستر اهميت لري، نړيوال بايد د څواړخيزم د ساتلو په ارزښت وپوهېږي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې په ګډه کوښښونه وکړي.

د چين د نړيوالو موضوعاتو د څېړنيزې ادارې د امريکا د چارو څېړنيزې څانګې مرستيال سو شياو هوې وويل، د چين په دغه سند کې د انسانانو د ګډو ګټو په ډېرو مهمو موضوعاتو، په تېره بيا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو پورې اړه لري. چين د م م په سوله ساتونکو عملياتو کې فعال ګډون کړی، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه يې پرمختيايي هېوادونو ته ډېرې پروژې برابرې کړي او د کوويد-۱۹ تر رامنځته کېدو وروسته يې د م م د بشردوستي پلان کې برخه اخيستلې، او په خپلو رښتينو کړنو يې له م م سره همکارۍ پياوړې کړي. نو د چين دغه شان وړانديز او دريځ د انسانانو د ښکلي راتلونکی لپاره ستر اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای