CRI Online

د چين استازی: نړيواله ټولنه دې په خپلو ښو اقداماتو سره د ښوونځيو امنيت وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-11 14:30:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د سپتمبر په ۱۰مه نېټه د ماشومانو او وسله والې شخړې تر سرليک لاندې د امنيت شورا په يوه پرانيستې مباحثوي غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په خپلو ښو اقداماتو سره دې د ښوونځيو امنيت او د ماشومانو ښوونيز حق وساتي.

نوموړي په دې اړه وويل چې ښوونځي بايد امنوي. موږ بايد پر هر هغې کړنې چې پر ښوونځيو، زده کوونکو او ښوونکو بريدونه کوي يا ښوونځي پوځي موخې ګرځي، سختې نيوکې وکړو او دغه ډول کړنې بايد سمدلاسه بندې شي. ښوونه د سولې د تر سره کېدو مهمې لارې چارې دي. مختلف هېوادونه بايد د ښوونيزو چارو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، په دغې برخې کې دې زياتې پانګې واچوي او په قانوني او اداري چلند سره دې پر ښوونځيو د بريد مخنيوی وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای