CRI Online

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې به د سپتمبر په ۱۲مه نېټه پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-11 16:11:35

د سينهوا اژاس د خبر له مخې افغان خبري رسنيو د سپتمبر په لسمه نېټه خبر ور کړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې به د سپتمبر په ۱۲مه نېټه په قطر کې تر سره شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دې هېواد حکومتي پلاوی به د سپتمبر په ۱۱مه نېټه دوحې ته ولاړ شي او د دې هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر په شمول به حکومتي چارواکي په لومړيو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

د کابل تايمز ورځپاڼې عمومي اډيتر له دې نه مخکې د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د سولې په هکله د افغان حکومت دريځ له طالبانو سره ډېر توپيرونه لري، خو دغه خبرې اترې ډېرې اوږدې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای