په ۱۹۷۸کال کې د چين رهبر د امريکا د وخت ولسمشر جيمي کارټر څخه غوښتنه کړې، ايا کېداي شي چې د چين ۵۰۰۰ محصلين د زده کړو لپاره امريکا ته ليږدول شي؟ جيمی کارټر په ځواب کې ويلي چې سل زره چيني محصلين امريکا ته راليږلی شئ.
خو څه باندې ۴۰ کاله وروسته، د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو هيله وښودله چې د روان کال تر پايه پورې په امريکا کې د کانفوسيوس ټول انسټيټيوټونه وتړل شي. نوموړي راګواښ هم وکړ چې په راتلونکو څو اوونيو او يا مياشتو کې امريکا ته د چين د تلونکو محصلينو او زده کوونکو شمېر د محدودېدو لپاره به تګلاره وټاکي. د پمپيو دغه شان کړنو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو بنسټ ډېر ويجاړ کړی دی.
اوس په امريکا کې کوويد-۱۹ په ګړندي توګه خپرېږي او د منفي اغېزې له امله يې د دغه هېواد اقتصاد کمزوری شوی، په عين وخت کې د نژاد پرستی ضد لاريونونه روان دي، نو د امريکا حکومت پر وړاندې ډېرې ستونزې او ننګونې موجودې دي. خو د دغه هېواد حکومت د دغو ستونزو د ليری کولو لپاره څه اغېزناک تدبيرونه نيولي دي که نه؟ ځواب يې منفي دی، د مايک پمپيو په شمول ځينو امريکايي سياستوالو د چين د بدنامولو په موخه ډېر تورونه لګولي او اوس يې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري تبادلې هم ويجاړې کړې. له دې څخه ښکاري چې دغه سياستوال د ياد هېواد په ولسمشريزو ټولټاکنو کې د خپلې ناکامۍ په اړه اندېښنې لري، نو ځکه غواړي د خپلې ناکامۍ پړه پر چين واچوي، څو د خلکو پاملرنې له دوی څخه ليری کړي او د چين او امريکا ترمنځ د کلتوري تبادلې د پرې کولو له لارې د چين د پرمختګ مخنیوی وکړي، د دوی نيت به هرومرو ناکام شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |