CRI Online

چین د خپل خدماتي صنعت په برخه کې د بهرنيو پانګونو د ننوتلو په وړاندې محدوديتونه نرم کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-12 10:53:27

د چین د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو پانګونو رئيس ځونګ چانګ چينګ د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه وويل چې د روان کال په لومړنيو اتو مياشتو کې د چين خدماتي صنعت په برخه کې راجلب شوو بهرنيو پانګونو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

نوموړي په همدې ورځ د چين د مطبوعاتي دفتر په يوه غونډه کې وويل، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې چين ته د پانګونو لپاره په نويو راغلو  ۲۲۶۰۲بهرنيو تصديو کې ٪۸۸.۸ يعنې ۲۰۰۷۹ بهرنۍ تصدۍ خدماتي سوداګري کوي، په همدې موده کې د چين په خدماتي صنعت کې لګول شوې بهرنۍ پانګې کابو ۳۲۵۳ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۲.۱ زيات دی او په ټولو برخو کې يې په لګول شوو بهرنيو پانګو کې ٪۷۶.۹ نيولې ده. له دې څخه څرګنديږي چې د چين د خدماتي صنعت ورخلاصون په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګو په ثابت ساتلو کې مهم رول لري.

په همدې غونډه کې د چين د سوداګرۍ وزارت معين او د نړيوالو تجارتي خبرو اترو لپاره د چين مرستيال استازي وانګ شو ون وويل چې د چين په پلازمينه بېجینګ کې به د خدماتي صنعت د ورخلاصون په اړه يو ازمايښتي او نمونوي زون جوړ شي او حکومت پدې اړه يو تفصيلي پلان هم منظور کړی چې له مخې به يې د دغه هېواد د پولي، کلتوري، ښوونيزو او معلوماتي خدماتو سوداګریزو بازارونو ته د بهرنيو پانګونو پر ننوتلو محدوديت لانرم شي.

ښاغلي وانګ شو ون زياته کړه چې تېر کال د نړۍ د لويو پرمختللو هېوادونو په جي ډي پي کې خدماتي صنعت کابو ٪۷۵ برخه جوړه کړې او په چين کې خدماتي صنعت د هېواد په جي ډي پي کې نږدې ٪۵۴ نيولې ده. که څه هم چين په نړۍ کې د مالونو لومړی لوی صادراتي هېواد دی، خو د خدماتي سوداګرۍ د ورخلاصون کچه يې ډېره لوړه نه ده، نو چين غواړي چې په خپله پلازمينه بېجينګ کې د ياد ازمايښتي او نمونوي زون د جوړولو له فرصته په ګټه اخيستلو سره د خپل خدماتي صنعت پرانيستنه پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای