CRI Online

شي جين پينګ هېله لري چې د چين ساينسپوهان تاريخي دنده پر غاړه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-12 11:12:39

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د سپتمبر په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې د ساينسپوهانو سمينار مشري وکړه چې د څلورم پنځه کلن پلان په موده کې د چين د ساينسي او تکنالوژيکي پرمختګ په اړه يې نظريې واوريدلې. هغه پر دې ټينګار وکړ چې اوسمهال د چين د پرمختګ په وړاندې کورني او بهرني چاپيريال ژور او پېچلي بدلونونه رامنځته کوي ، نو د هېواد د راتلونکې پرمختګ د علمي نوښتونو په هکله بيړنۍ غوښتنې وړاندې کوي. هېله يې څرګنده کړه چې ساينسپوهان او د ساينس او تکنالوژۍ د برخې کارکوونکي تاريخي دنده واخلي او په پر له پسي ډول د ساينس او تکنالوژۍ سويې لوړې کړي.

د چين د انجنيرۍ اکاډمۍ پروفيسر شوي کوانګ دي په شمول اووه ساينسپوهان د چين د ساينس او تکنالوژۍ د ميکانيزم د اصلاحاتو په شمول د مسئلو په هکله نظريې او وړانديزونه وړاندې کړل. شي جين پينګ له هر ساينسپوه سره د نظريو تبادله وکړه او د ساينس او تکنالوژۍ په ساحه کې د مهمو مسئلو او د ميکانيزم د اصلاحاتو او نوښت په هکله يې ورسره بحث وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای