CRI Online

د چين او روسيې خارجه وزيرانو يوه ګډه مهمه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-12 14:23:53

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يې د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په مسکو کې د روسيې له خارجه وزير سيرګي لاوفروف سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه او د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ګډه اعلاميه يې خپره کړه چې په اوسنۍ نړۍ کې د بېلا بېلو ننګونو په اړه د دواړو هېوادونو ګډ دريځونه يې څرګند کړل.

چين او روسيه په ځينو هېوادونو کې د کوويد-۱۹ وبا د سياسي کېدو په هکله د بېلا بېلو هېوادونو له حکومتونو، ټولنيزو سازمانونو، خبري رسنيو او تصديو څخه غوښتنه وکړه چې همکارۍ پياوړې کړي، په اتفاق سره په جعلي مالوماتو باور ونه کړي او رد کړي. بېلا بېل هېوادونه بايد د حقيقتونو پر بنسټ مالومات، خبرونه او نظريې خپرې کړي او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او د نورو هېوادونو د سياسي نظام او د پرمختګ پر لارې بې بنسټه بريدونه نه کوي.

دواړو خواوو غوښتنه وکړه چې د دويمې نړيوالې جګړې رښتني حقيقت دې وساتي. په اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي بايد په ټينګار سره له يو اړخيزم او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې، د باداري سياست او تسلط سره مخالفت وکړي. دغه راز اعلاميې د نړيوال خوندي، ډاډمن چاپيريال، بشري حقونو، له ترهګرۍ او تندلارۍ سره د مبارزو او د نړيوالو مالوماتو د خونديتوب په هکله د دواړو هېوادونو دريځونه څرګند کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای