CRI Online

د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو چې د پرمختګ له څپې څخه سرغړوونکې کړنې تر سره کوي، د ټولې نړۍ لپاره يو سخت خطر او ګواښ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-12 14:49:49

د امريکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې په دې وروستيو وختونو کې د يو رپوټ په خپرولو سره په څه دپاسه دوو کلونو کې د مايک پومپيو د ديپلوماتيکو کارونو له ارزونې وروسته هغه نتيجه تر لاسه کړې او خپره کړې ده چې مايک پومپيو د امريکا په تاريخ کې تر ټولو بد خارجه وزير دی. مايک پومپيو د امريکا د خارجه وزير د ماموريت په موده کې هيڅ ديپلوماتيک اخلاق او حيثيت نه دی رعايت کړی او هميشه يې درواغ او ګونګوسې خپرې کړې او د ديپلوماتيکو اړيکو په برخه کې يې لمسوونکې کړنې تر سره کړې چې دا د امريکا او حتې د ټولې نړۍ لپاره يو سخت خطر او ګواښ دی.

په دې وروستيو ورځو کې مايک پومپيو د امريکايي خبري رسنۍ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې داسې بې بنسټې او له حقيقت لېرې خبرې وکړې چې چين د امريکا لپاره استثمارول غواړي، په امريکا کې د ګومارنې کارونه ويجاړوي او په تېرو څلويښتو کلونو کې امريکا د چين لپاره سر ټيټ کړی او داسې نور. خو په حقيقت کې هغه تور ته سپين او سپين ته تور وايي، پر نورو باندې د خپلو ناکمېو پړې اچول د هغه عادت دی او د خپلو شخصي ګټو لپاره توطيې جوړوي چې د ده باداري او شرميدونکې ديپلوماتيکې کړنې نه يوازې خپل هېواد ته بلکې ټولې نړۍ ته زيانن رسوي.

لومړۍ: مايک پومپيو د سړې جګړې پر ټينګې نظريې لا هم ټينګار کوي چې د دې نظريې په نيولو سره د امريکا ديپلوماتيک کارونه کنټرولو غواړي او د ايډيالوژيو تر منځ توپيرونه رامنځته کوي، په ليونۍ توګه تندلارۍ سيالۍ او مقابلې هڅوي چې د ټولې نړۍ سوله او پرمختګ له ګواښونو سره مخ کوي.

دويم: مايک پومپيو په نړيوالو چارو کې يو اړخيز او د تسلط سياست خپروي او په خپله خوښه له نړيوالو سازمانونو څخه وتلی او تړونونه يې خراب کړي دي چې د نړيوال نظام تر ټولو لوی خرابوونکی ګرځيدلی دی.

په دې وروستۍ موده کې د تجارت نړيوال سازمان، د روغتيا نړيوال سازمان او د م م د يونيسکو سازمان په شمول څو اړخيزې نړيوالې څانګې د امريکايې سياستوالو د غير مسئولانه کړنو له امله له ستونزو سره مخ دي چې د نړيوال کيدو همکارۍ له شا تګ سره مخ دي. امريکا د ايران د ذروي مسئلې هم تړون خراب کړی. بر سيره پر دې چې د سپتمبر په پيل کې مايک پومپيو اعلان وکړ چې نړيوالې جنايې محکمې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو او استخباراتي کارکوونکو لخوا د جګړې او د بشري ضد جرمونه څارنه او پلټنه کول وغوښتل، نو امريکا پريکړه وکړه چې د دغې محکمې د لومړی څارنوال فاتو بينسودا او د اړوندې څانګې پر مسئول فاکيسو موچوچوکو باندې بنديزونه ولګوي.

درېيم: مايک پومپيو د شخصي ګټو لټولو په هدف د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې د امريکا د حکومت پر ناکاميو سترګې پټې کړې او د نژاد پرستۍ لمسوونکي کارونه يې تر سره کړي چې د وبا په وړاندې د کارونو مبارزه کې د نړيوالو همکاريو په ميکانيزم کې خنډونه رامنځته کړي او د انسانانو د روغتيا او د پرمختګ اعاده کيدو چارې يې له ګواښونو سره مخ کړې.

د امريکا د ټايمز مجلې په لومړي مخ باندې چې د روانې مياشتې په لسمه نېټه خپرې شوې، ليکل شوي چې دا شکل د امريکا د ناکامۍ ښودنه کوي. په دغه پاڼه کې يو تور او سپين عکس چاپ شوی او پر سپين رنګ ليک باندې د فبرورۍ له ۲۹مې نيټې څخه تر تېرې ورځې پورې په دغه هېواد کې د کوويد-۱۹ له امله د مړه شويو کسانو شمېر ريکارډ شوی. دغه عکس دډېر خپګان وړ دی، خو د دغه هېواد خارجه وزير مايک پومپيو به د دغه عکس تر ليدلو وروسته څه احساس کړي وي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای