CRI Online

ګډو موافقو ته ژمنتيا د چين او هند ترمنځ د سرحدي بحران د حل يوازېنۍ کلي ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-12 15:34:53

د چين او هند بهرنيو چارو وزيرانو د سپتمبر په ۱۰ مه نېټه په مسکو کې سره وکتل او دواړه هېوادونه خپلمنځي پر اړيکو په برخه کې ۵ فقرييزې موافقې ته رسېدلي چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمه کې د ترينګلي وضعيت ښه کېدو ته هيلې ډېرې شوې دي.

ياده ۵ فقره ييزه موافقه عبارت ده له: دواړه خواوې دې ګډې نظريې عملي کړي، د ترینګلي وضعيت د ارامولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي، د نظريو تبادلې ته دوام ورکړي او متقابل باور دې ټينګ کړي.

له يادې موافقې څخه ښکاري چې چين او هند د متقابل سياسي اعتماد پياوړی کول او د اوسنيو ترينګلتياوو د حل لارې لټول غواړي.

په داسې حال کې چې په هند کې د تندلارۍ ملت پرستۍ څپه پورته شوې او د چين ضد د خلکو احساسات زیات شوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګلتياوو د ارامولو لپاره په رښتيني او اغېزمن ډول د يادې موافقې پلې کول په کار دي.

سږکال د چين او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د جوړېدو ۷۰ کاليزه ده. د نړۍ دا دواړه لوی پرمختيايي هېوادونه د کرونا وبا د کنټرول، اقتصاد ته د ودې ورکولو او د خلکو ژوند د ښه کولو دندې په غاړه لري او د دغو دندو د ترسره کولو لپاره د خپلمنځي همکاريو تقويه کول او د تقابل مخنيوی په کار دي.

د چین بهرنيو چارو وزير وانګ يي له خپل هندي سيال جېشانکر سره په کتنه کې وويل چې، دا عادي ده چې دواړه هېوادونه په ځينو موضوعاتو کې د نظريو توپيرونه لري، خو دغه توپيرونه بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ساتلو ته په کتو سره کنټرل شي او د دواړو هېوادونو مشران او چارواکي بايد پدې پوه شي چې دواړه هېوادونه سيالان نه، بلکې همکاران دي او يو بل ته ګواښ نه، بلکې د پرمختګ فرصت رسوي. د هند خارجه وزير جېشانکر وويل چې هند پخوانۍ لارې ته ګرځېدل نه غواړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای