CRI Online

په م م کې د چين ا ستازي د امريکا تور رد کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-13 10:16:44

د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه د م م د عمومي اسامبلې په غوڼده کې د کوويد-۱۹ وبا په اړه يو پرېکړه ليک تصويب شو. په دغه غونډه کې د چين استازی په وينا کې پر چين د امريکا د استازي تور رد کړ.

د چين استازي په خپله وينا کې وويل، په داسې حال کې چې د م م عمومي اسامبله له بېلابېلو خواوو څخه د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګډو همکاريو غوښتنه کړې، د امریکا استازي يو ځل بيا د نا همغږۍ اواز پورته کړی، يو ځل بیا يې سپين ته تور او تور ته سپين ويلي او سياسي ويروس يې خپور کړی دی. چين د امريکا د استازي له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي زياته کړه چې، چين په لنډ وخت کې کرونا وبا کنټرول کړې او د امريکا په ګډون له ډېرو هېوادونو سره يې د طبي توکو مرسته کړې ده. چين لاوړاندې د روان کال د جنورۍ له درېيمې نېټې څخه په نوبتي توګه امریکا ته د کوويد -۱۹ په اړه معلومات ورکړي. امریکايي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومتي چارواکي د وبا په لومړيو کې د وبا په خطرونو خبر شوي، خو په هېواد کې يې د ويرې او اندېښنې د خپرېدو د مخنيوي په موخه په قصدي توګه اړوند معلومات پټ ساتلي دي. ولې امريکا د نړۍ تر ټولو پرمختللی طبي تخنيکونه او سيستم لري، خو بيا هم پر کرونا د اخته شوو کسانو شمېر يې تر ټولو زيات دی؟ ولې نيويارک د وبا له امله تر ټولو ځپل شوی ښار ګرځېدلی او  اړ شول چې د م م د جوړېدو د ۷۵ مې کليزې په درشل کې يې قرطين کړي؟ باور دی چې نړيواله ټولنه په حقيقت باندې ښه پوه شوی وی، د امريکا پر درواغو  هيڅوک باور نه لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای