CRI Online

د قزاقستان ولسمشر قاسيم جومارت توکايف د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-13 11:54:04

د چين د مډيا ګروپ د خبر له مخې، د قزاقستان ولسمشر قاسيم جومارت توکايف د سپتمبر په دوولسمه نېټه په پلازمينه نورسلطان ښار کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره ليدنه وکړه. وانګ يي لومړی توکايف ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پيغام سپارلی او ويې ويل چې شي جين پينګ له ولسمشر توکايف سره د لوړ باور او د ژورې دوستۍ فضا جوړه کړې او دواړو مشرانو په ګډه د دواړو هېوادونو تر منځ د دايمي هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګولو اعلان کړی دی. هيله ده چې دواړه خواوې د چين او قزاقستان تر منځ د دايمي دوستۍ ټينګولو لپاره دوامداره هڅې وکړي چې د دواړو هېوادونو بېلا بېلې ټولنې دغې ګډې نظريې وپيژني او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ عملي کړي.

توکايف څرګنده کړه چې قزاقستان دغه هېواد ته د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې د توکو او طبي پوهانو د ليږلو لپاره له چين څخه مننه کوي او هيله لري چې د دغې ناروغۍ په وړاندې د واکسين د اختراع په چارو کې همکارۍ ژورې کړي. قزاقستان له چين سره د دوستۍ ټينګولو تګلاره هيڅکله نه بدلوي چې دا د دغه هېواد ټاکل شوې ستراتيژيکه تګلاره ده. دغه هېواد غواړي له چين سره واقعي همکارۍ پياوړې کړی او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای