CRI Online

د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په دوحه کې پرانيستل شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-13 11:57:59

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه کې پرانيستل شوې.

په دې بين الافغاني مذاکراتو کې د افغانستان د ملي امنيت رياست پخوانی رئيس محمد معصوم ستانکزي، د دغه هېواد د روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د دغه هېواد سرپرست خارجه وزير محمد حنيف اتمر په شمول نولس کسيز پلاوی د حکومت په استازيتوب په غونډه کې ګډون لري. د طالبانو پلاوی د مولوي عبدالحکيم حقاني او د طالبانو تحريک د سياسي چارو مسئول عبدالغني برادر په شمول له يوويشتو غړو څخه جوړ دی. د قطر د لومړي وزير مرستيال او خارجه وزير سلطان بن سعد المريخي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم د دغو خبرو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و.

د قطر د لومړي وزير مرستيال او خارجه وزير سلطان بن سعد المريخي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې اوربند او د بين الافغاني خبرو پيل په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسولو يوازېنۍ لاره ده. دغه خبرې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسيدو او د سولې رامنځته کېدو لپاره ستر اهميت لري. د قطر د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دغه خبرې په افغانستان کې دايمي سولې ته د رسيدو په لاره کې يو فعال او مهم ګام دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای