CRI Online

شي جین پينګ: علمي تکنالوژۍ له کرونا وبا سره د مبارزې د بريا کلي ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-13 17:33:27

کله چې د نړۍ ډېر هېوادونه له کرونا وبا سره په مبارزې بوخت دي، چين چې دا وبا لومړی پکې رامنځته شوې، وتوانېده تر نورو وړاندې دا وبا کنټرول کړې او اقتصادي وده يې هم د پخوا په څېر په چټکۍ سره عادي حالت ته د ګرځېدلو په حال کې ده. له شک پرته چين د دې وبا په مبارزه کې د ليدو وړ پرمختګونه ترلاسه کړي دي.

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د سپتمبر ۱۱مه د هېواد د ساينسپوهانو او تخنيک کارانو له استازو سره ناستې ته په وينا کې د وبا پر وړاندې د مبارزې د بريا موندلو په اړه کلي علمي تکنالوژۍ په ګوته کړې. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چين به د علمي تکنالوژۍ په برخه کې له نورو هېوادونو سره زياتې هغې ګډې همکارۍ وکړي، چې لا ټولشموله وي او له ګټو څخه يې بېلابېلې خواوې برخمنې کېدلی شي.

شي جين پينګ په دغه ناسته کې هيله وښودله چې ساينسپوهان او تخنيک کاران د علمي تکنالوژۍ د مطالعې او څېړنې لپاره هڅو ته دوام ورکړي، څو د هېواد د علمي تکنالوژۍ سویه د نړۍ په لومړي کتار کې راشي، د اقتصادي ودې په هڅولو کې د علمي تکنالوژۍ زيات رول ولوبول شي، د هېواد مهمې اړتياوې پوره شي او د خلکو ژوند په لاښه توګه خوندي او وساتل شي. دا لومړی ځل دی چې چين د خلکو د ژوند ساتل د علمي څېړنو د هدف په توګه ټاکي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې دې ته اشاره کړې چې د ساينس په برخه کې نړيوالې همکارۍ ډېرې مهمې دي او په راتلونکي کې به لا نورې هم زياتې شي. چين به د پرانيستو نړيوالو همکاريو په بهير کې هڅه وکړي چې د خپل علمي نوښت وړتيا پياوړې کړي. د نورو له بنديزونو سره سره بيا هم د علمي تکنالوژۍ په اړه هغو نړيوالو همکاریو ته بايد دوام ورکړل شي چې لا ټولشموله وي او له ګټو څخه يې بېلابېلې خواوې برخمنې کېدلی شي. شي جین پينګ وويل، چین به په نړۍ کې د کرونا وبا د کنټرول او د عامې روغتيا په برخه کې د علمي تکنالوژۍ نړيوالې همکارۍ وهڅوي او له نورو سره به په ګډې همکارۍ د درملو، واکسين، تېست وسايلو څېړنې ترسره کړي. چين به له اقليمي بدلون سره د مقابلې او انساني روغتيا په ګدون پر نړيوالو مسئلو تمرکز وکړي او د اړوندو علمي څېړنو په برخه کې به له نورو هېوادنو سره ګډې همکارۍ پياوړې کړي، شي جين پينګ همدارنګه زیاته کړه، چې په راتلونکي کې به په تدريجي توګه په چين کې د بهرنيو علمي سازمانونو پر جوړېدو او د چين په علمي سازمانونو کې د بهرنيو ساينسپوهانو پر ګومارلو محدوديتونه نرم کړي.

د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په دې ناسته کې ۷ چيني ساينسپوهانو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل هېواد د علمي چارو په اړه خپل نظرونه شريک کړي دي. د چين د انجينرۍ اکاډمۍ ۸۳ کلن ساينسپوه (شو کوانګ دي) يو له دغو ۷ ساينسپوهانو څخه دی. نوموړي مخکې د شانګهای د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې وه او د چين د مهمو ملي پروګرامونو په ډيزاين کې يې هم ونډه درلوده.

په يادو ۷ ساينسپوهانو کې ۳۶ کلنه (فو چياو مې) تر ټولو ځوانه ده. نوموړې د چين د ساينس اکاډمۍ د لرغونو ستون فقرات حيواناتو او لرغونو انسانانو په څېړنيز مرکز کې دنده ترسره کوي او د انساني جين په اړه يې ډېرې مطالعې کړې او په خپل کار کې د مهمو لاسته راوړنو لرونکې ده.

په يادو ۷ ساينسپوهانو کې د (هانګ جو) ښار مشهور انجينر (وانګ جيان) هم شامل دی. هانګ جو په چين کې د علمي تکنالوژۍ په څېړنه کې په لومړۍ کتار کې ولاړ دی. ښاغلي (وانګ جيان) په مشهور (علي بابا) شرکت کې د تخنيکي کمېټې د رئيس په توګه دنده ترسره کوي او چينايان يې (د ښار د تېز لوی دماغ) په نوم يادوي.

په روانه مياشت کې د چين په پلازمينه بېجينګ کې د خدماتي سوداګرۍ په نړيوال نندارتون کې وړاندې شوې رپوټ دی چې د کوويد-۱۹ ويروس د تېست لپاره د نمونې اخيستلو لپاره ځانګړی دی.

 

د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په دې ناسته کې ۷ چيني ساينسپوهانو د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خپل هېواد د علمي چارو په اړه خپل نظرونه شريک کړي دي. د چين د انجينرۍ اکاډمۍ ۸۳ کلن ساينسپوه (شو کوانګ دي) يو له دغو ۷ ساينسپوهانو څخه دی. نوموړي مخکې د شانګهای د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې وه او د چين د مهمو ملي پروګرامونو په ډيزاين کې يې هم ونډه درلوده.

 

په يادو ۷ ساينسپوهانو کې ۳۶ کلنه (فو چياو مې) تر ټولو ځوانه ده. نوموړې د چين د ساينس اکاډمۍ د لرغونو ستون فقرات حيواناتو او لرغونو انسانانو په څېړنيز مرکز کې دنده ترسره کوي او د انساني جين په اړه يې ډېرې مطالعې کړې او په خپل کار کې د مهمو لاسته راوړنو لرونکې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای