CRI Online

د چين د نظامي چارو او امنيتي پرمختګ په اړه د امريکا راپور پاروونکی عمل دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 11:04:07
د چين د نظامي چارو او امنيتي پرمختګ په اړه د امريکا راپور پاروونکی عمل دی

د چين د دفاع وزات وياند وو چيان د سپتمبر په ۱۳مه نېټه په دې اړه چې امريکا د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د نظامي چارو او امنيتي پرمختګ په اړه راپور خپور کړی، وويل چې دا پر چين او د چين پر پوځي ځواکونو باندې د امريکا د تور لګولو يوه بله ناکامه کړنه ده، امريکا له ۲۰ کلونو راهيسې د دغه شان راپورونو خپرول زورواکۍ غوښتنه او پاروونکې کړنه ده او د چين او امريکا د پوځي ارګانونو ترمنځ اړيکې يې ويجاړې کړې دي. چين د امريکا له دغې کړنې سره کلک مخالفت کوي.

وياند وو چيان وويل، د امريکا لخوا خپور شوي سږني راپور کې د چين پر دفاعي تګلارې او پوځي ستراتيژۍ د بدنامولو هڅه شوې او د تش په نامه د چين پوځي تهديد پاروونکی ښودل شوی. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د چين ولسي جمهوريت په اساسي قانون کې دا په څرګنده توګه ليکل شوي چې د چین د کمونيست ګوند لارښوونه د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم اساسي نښه ده. د چين د پوځونو توان د خلکو په لاس کې دی. ده وويل

((د چين کمونيست ګوند تر لارښوونې لاندې، د چيني پوځونو موخه د وګړيو لپاره خدمتونه ترسره کول، د ملي خپلواکۍ او د خلکو ازادۍ د عملي کولو او د اقتصادي ودې، له ناورينو سره د مقابلې او د وګړيو د سر او مال د ساتلو لپاره تر وسې پورې کوښښونه کول دي. ))

وياند وو چيان پر دې ټينګار وکړ چې چين د سوله ييز پرمختګ خپله تګلاره غوره کړې ده او پر دفاعي تګلارې ټينګار کوې. د چين د پوځونو پرمختګ د خپل هېواد د حاکميت، امنيت او ګټو د ساتلو اړتيا ده او د هېڅ بل کوم هېواد پر وړاندې نه دی او هېځ بل هېواد ته به ګواښ پېښ نه کړي. هغه وويل

((د چين د وسلو او تاسيساتو پرمختګ او وده تل پخپلو مټو ترسره کړې ده. د چين پوځونه په نړيوالو چارو کې په ګډون سره نړيوالو ته امنيت، خونديتوب او ډاډ رسېږي، خو ګواښ هېڅکله نه رسېږي. د چين پوځونه د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره مهم ځواک دی او په وروستيو کلونو کې يې په نړيواله ټولنه کې د سوله ساتنې، د بېړيو خونديت ساتنې او له ناورينو سره د مقابلې په شمول يو لړ دندې پر غاړه اخيستې دي. د کوويد-۱۹ له رامنځته کېدو راهيسې، د چين پوځونو د ويډيويي تبادلې له لارې له نورو هېوادونو سره د دغه ويروس ضد د مبارزې تجربې شريکې کړې او ورته اړوند وقايوي او طبي مواد مرستې کړې دي، دغه راز يې د نړيوالې پوځي همکارۍ د هڅونې لپاره کوښښونه ترسره کړي او د يو مسئولانه او لوی هېواد په توګه يې خپلې نړيوالې دندې پر غاړه اخيستې دي. ))

وياند وو چيان پر دې ټينګار وکړ چې په نړۍ کې يوازې يو چين شتون لري، تايوان د چين يوه نه جلا کېدونکې برخه ده. که کومه خوا غواړي له چين څخه تايوان جلا کړي، نو د چين پوځونه به د خپل هېواد د حاکميت او د خاورې بشپړتيا د ساتلو لپاره هر ډول ضروري او لازم تدبيرونه ونيسي.

نوموړي وويل، امريکا له ۲۰ کلونو راهيسې د عراق، سوريې او ليبيا په شمول ځينو هېوادونو کې ناقانونه نظامي عمليات ترسره کړي او له امله يې له ۸ لکو زيات کسان مړه شوي او لسګونه ميليونه کسان بې کوره شوي دي. دغه شان واقعيتونه ښيي چې امريکا د سيمه ييزې ترينګلتيا اصلي سبب دی او له نړيوالو مقرراتو څخه لوی سرغړونه کوونکی او د نړيوالې سولې ويجاړوونکی دی. هغه وويل

((امريکا د خپل ځان ناقانونه کړنې نه ګوري، خو د تش په نامه راپور په وړاندې کولو سره يې پر چين تورونه لګولي. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو چې سمدلاسه ناسمې ويناوې او کړنې ختمې کړي او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړيکو د سالم پرمختګ وساتي.))

وو چيان زياته کړه چې د چين پوځونه به په ټينګه توګه د م م منشور د موخو او اصولو ساتنه وکړي او د تل په شان به د نړيوالې سولې او پرمختګ د عملي کولو لپاره خدمتونه ترسره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای