د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سپتمبر په ديارلسمه نېټه د امريکا د نيوجيرسي ايالت د نيوبرونسويک ښار د يوه پوهنتون په شاوخوا سيمه کې د ډزو پېښې له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه د همدې ورځې پر ځايي وخت تر غرمې وروسته په يوې بجې او دېرشو دقيقود ياد پوهنتون ته په نژدې سيمه کې شوې چې په همدې مهال يوه غونډه هم تر سره کېدله.تر اوسه پورې د دې پېښې بريدګر نه دی معلوم او د لامل په اړه يې هلته پلټنې روانې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |