CRI Online

د چين مرکزي حکومت د کليوالو ښوونکو د ملاتړ لپاره ۷۰ ميليارډ يوانه پيسې لګولي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 14:23:47

زموږ خبريال په دې وروستيو کې د چين له ماليې وزارت څخه خبر واخيست چې مرکزي حکومت د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې د کليوالو ښوونکو د ملاتړ او د ښوونې کيفيت د لوړتيا لپاره د ۷۰ميليارده يوانه پانګې لګولي دي.

۳۷ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه يوانه به د اجباري ښوونې په پړاو کې د کليوالو ښوونځيو د ښوونکو لپاره د ځانګړې دندې پلان په پلي کولو کې و لګول شي ترڅو د بېوزلو کليوالو سيمو د  ښوونکو جوړښت اصلاح شي.  ۱۰ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه به د هېواد په کچه د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو او وړکتونونو د ښوونکو د روزنې پلان په پلي کولو کې ولګول شي او نور ۱۷۰۰ ميليونه يوانه به هغو غوره تقاعد شويو ښوونکو ته ورکړی شي کوم چې په بېوزلو سيمو ،د ملي لږکيو سيمو ، زاړه انقلابي سيمو او سرحدي سيمو کې يې تدريس  کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای