CRI Online

د شلو صنعتي هېوادونو د ګروپ د کرنې او اوبو لګولود وزيرانو ويډيويي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 14:28:14

د چين د کرنې او کليوالو سيمو وزارت د سپتمبر په ديارلسمه نېټه خبر ور کړ ، د چين د کرنې او کليوالو سيمو وزير هان چانګ فو د سپتمبر په دوولسمه نېټه د شلو صنعتي هېوادونو د ګروپ د کرنې او اوبو لګولو د وزيرانو په ويډيويي غونډه کې ګډون وکړ او وړانديز يې وکړ چې بايد د غلو دانو او مهمو کرنيزو توليداتو د صادراتو محدوديت لغوه شي.

هغه دې ته په اشارې سره وويل چې اوس د کوويد ـ۱۹ وبا لاهم په نړۍ کې روانه ده چې دا د غلو دانو نړيوال سوداګريز برابروونکي ځينځير ته زيانونه رسولي دي. د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ په نړۍ کې د کرنې د لويو توليدونکو هېوادونو او د مهمو لارښوونکو ځواکونو په توګه بايد د غلو دانو د ډاډمنتيا او د کرنيز ثبات د تأمينولو لپاره هڅې وکړي.

هغه درې فقره ييز وړانديز وکړ چې لومړی اړوند هېوادونه بايد په ګډه د غلودانو توليدي توان پياوړی کړي، دوهم دې د کرنيزې پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړی کړي او درېيم دې د غلو دانو ضايعات کم کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای