CRI Online

د شينجيانګ د نفوس د زياتوالي انډول په اړه د امريکا دروغ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 16:40:25

د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۹مه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې چيني حکومت په شينجيانګ کې د ولادت کنټرول او اجباري تعقيم پلان پلی کوي. د امريکا اسوشيټيډ پرېس اژانس په همدې ورځ د اويغوريانو د کمولو لپاره د چيني حکومت د ولادت د کنټرول پلان په اړه يوه ليکنه خپره کړه. د مايک پمپيو په ياده اعلاميه او د اسوشيټيډ پرېس اژانس په اړونده ليکنه کې ويل شوي چې د چين حکومت د ملي لږکيو نفوس د کنټرول په موخه د ښځو د تعقيم کولو ډېر جدي تدبيرونه نيولي دي. خو داسې محتويات د امريکا د جېمستون صندوق له هغه خپور شوي راپور څخه راپورته کېږي چې ايدريان زېنز(Adrian Zenz) د روان کال په جون مياشت کې ليکلی دی. دا راپور په امريکا کې د چين ضد ځينو ارګانونو او کارپوهانو لخوا د ګونګوسۍ په جوړولو او د شمېرو په تعديلولو سره جوړ شوی دی.

ايدريان زېنز د افراطي ښی لاسي کمونيزم ځپونکي صندوق له خوا چې د امريکايي حکومت ملاتړ له ځان سره لري، ګمارل شوی دی. دغه صندوق چې په ۱۹۸۳ کال کې جوړ شوی، څو څو ځله پر واقعيتونو خپلې سترګې پټې کړې او زياتو بدنامو ترهګرانو ته يې د تش په نامه د بشري حقونو جايزې ورکړې او د شينجيانګ د ادارې او د کوويد ۱۹ ضد مبارزې په برخو کې يې د چين پر شويو خدمتونو تورونه لګولي دي.

ايدريان زېنز په دې راپور کې ليکلي چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې د شينجيانګ د نفوس د زياتوالي انډول په چټکۍ سره کم شوی چې په دې جمله کې په ۲۰۱۸ کال کې د ختن او کاشغر په سيمو کې د نفوس د زياتوالي انډول يوازې په زروکې دوه اعشاريه اته پنځوس و.هغه له دې لارې د شينجيانګ د نفوس پر تګلارې انتقاد کړی دی .

په دې هکله د شينجيانګ پوهنتون د سياست او عامې ادارې پوهنځي د پروفيسر مرستيالې لين فانګ فۍ د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د دې پوهنتون په رسمي ويبپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره حقيقت ته اشاره کړې ده . د شينجيانګ د تېر کال د شمېرنې له مخې په ۲۰۱۸ کال کې د شينجيانګ په جنوب کې په څلورو سيمو کې د زياتوالي انډول همداسې عادي روان دی: د قېرلسوقيرغيز، اقسو،کاشغر او ختن په کورواکې سيمو کې د نفوس د زياتوالي انډول په جلا جلا توګه په زروکې ۱۱ اعشاريه پنځه څلوېښت، په زرو کې پنځه اعشاريه اووه شپېته، په زره کې شپږ اعشاريه درې نوي او په زرو کې دوه اعشاريه شپږ نوی و. د ادريان زينز له خوا کارول شوی ارقام له حقيقت سره سمون نه لري. سربېره پردې هغه په خپل راپور کې د ده د ارقامو سرچينه هم نه ده ياده کړې، نو د ده ياد ارقام د اعتبار وړ نه دی.

له ۲۰۱۵ کال راهيسې په شينجيانګ کې د نفوس د زياتوالي انډول کم شوی، خو سرعت يې چټک نه و. په ۲۰۱۸ کال کې د شينجيانګ د نفوس د زياتوالي انډول په زرو کې شپږ اعشاريه ديارلس و چې دغه شمېر په ټول هېواد کې د نفوس د زياتوالي انډول په پرتله زيات و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای