CRI Online

د شينجيانګ نفوس د زياتوالي انډول عادي روان دی.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 16:42:22

د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۹مه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې چيني حکومت په شينجيانګ کې د ولادت کنټرول او اجباري تعقيم پلان پلی کوي. د امريکا اسوشيټيډ پرېس اژانس په همدې ورځ د اويغوريانو د کمولو لپاره د چيني حکومت د ولادت د کنټرول پلان په اړه يوه ليکنه خپره کړه. د مايک پمپيو په ياده اعلاميه او د اسوشيټيډ پرېس اژانس په اړونده ليکنه کې ويل شوي چې د چين حکومت د ملي لږکيو نفوس د کنټرول په موخه د ښځو د تعقيم کولو ډېر جدي تدبيرونه نيولي دي. خو داسې محتويات د امريکا د جېمستون صندوق له هغه خپور شوي راپور څخه راپورته کېږي چې ايدريان زېنز(Adrian Zenz) د روان کال په جون مياشت کې ليکلی دی. دا راپور په امريکا کې د چين ضد ځينو ارګانونو او کارپوهانو لخوا د ګونګوسۍ په جوړولو او د شمېرو په تعديلولو سره جوړ شوی دی.

ايدريان زېنز د افراطي ښی لاسي کمونيزم ځپونکي صندوق له خوا چې د امريکايي حکومت ملاتړ له ځان سره لري، ګمارل شوی دی. دغه صندوق چې په ۱۹۸۳ کال کې جوړ شوی، څو څو ځله پر واقعيتونو خپلې سترګې پټې کړې او زياتو بدنامو ترهګرانو ته يې د تش په نامه د بشري حقونو جايزې ورکړې او د شينجيانګ د ادارې او د کوويد ۱۹ ضد مبارزې په برخو کې يې د چين پر شويو خدمتونو تورونه لګولي دي.

د شينجيانګ پوهنتون د سياست او عامې ادارې پوهنځي مرستيالې پروفيسرې لين فانګ فې د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د خپل پوهنتون په رسمي ويبسايټ کې د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې په شينجيانګ کې د نفوس طبيعي زياتوالي انډول له ۲۰۱۰ کال راهيسې مخ په ټيټېدو دی، خو دغه حالت نه د چيني حکومت لخوا پر اويغوريانو د اجباري تعقيم له امله نه دی رامنځته شوی، برعکس له دې څخه څرګندېږي چې چين له يوې اوږدې مودې راهيسې د ملي لږکيو په سيمو کې د ښځو او ماشومانو د حقه حقونو د ساتلو په برخه کې زيات کارونه کړي او مهمې لاسته راوړنې لري.

په شينجيانګ کې ملي لږکي د ولادت په برخه کې له مساوي حتی امتيازي تګلارو څخه برخمن دي، بلکې شينجيانګ کې، په تېره بيا د دغې کورواکې سيمې په جنوبي برخه کې ټولنيزې او اقتصادي چارې اوس د چټک پرمختګ په حال کې دي. د چيني حکومت لخوا د جنسي برابرۍ او د ښځو حقه حقونو د تامينولو په خاطر يو لړ اغېزمنو اقداماتو سره د ملي لږکيو ښځو د ښوونې او استخدام حقونه ساتل کېږي، نو د دوی لخوا د ولادت په مفکوره کې هم بدلون راځي. له دې امله چې ښځې لا زياتې زده کړې کوي، نو دوی پخپله غواړي چې د واده او ولادت وخت وځنډوي.

برسېره پر دې، ښځې اوس له لا زياتو استخدامي فرصتونو سره مخ دي. مخ په زياتېدونکي کليوالې ښځې کار کوي، زده کړې کوي او نه يوازې په کور دننه ژوند کوي، بلکې دوی د هېواد پر اړوندو تګلارو ښې پوهېږي، د ماشومانو ښوونې ته په درنه سترګه ګوري او نه غواړي چې زيات شمېر ماشومان پيدا کړي.

په شينجيانګ کې د ملي لږکيو ښځو لخوا د ولادت فکر د زور تګلارې له امله نه، بلکې د ژوند د مخ په ښه والي او د ښځو حقونو په تامينولو سره پخپله خوښه بدل شوی دی. دغه بدلون په چين کې د جنسي او قومي برابرۍ په برخه کې مهمه لاسته راوړنه ده.

خو ځينو هېوادونو او څېړنيزو ارګانونو د اډيالوژيکي سوتفاهم او خپل بد نيت په اثر سپين ته تور او تور ته سپين ويلي دي، په بد نيت او چلند سره يې ګونګوسې جوړې کړي او پر چين يې تورونه لګولي دي. باور لرو چې د چيني حکومت لخوا د قومي مساواتو تګلارو په پلې کولو سره به شينجيانګ لا نور هم سمسور او ثابت شي او د مختلفو قومونو خلک به نيکمرغه ژوند ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای