CRI Online

چين: د اويغوري مېرمنو د ولادت د مخنيوي خبر دروغ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 16:51:13
چين: د اويغوري مېرمنو د ولادت د مخنيوي خبر دروغ دی

د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۹مه نېټه تر دې سرليک لاندې يوه اعلاميه خپره کړه چې چيني حکومت په شينجيانګ کې د ولادت کنټرول او اجباري تعقيم پلان پلی کوي. د امريکا اسوشيټيډ پرېس اژانس په همدې ورځ د اويغوريانو د کمولو لپاره د چيني حکومت د ولادت د کنټرول پلان په اړه يوه ليکنه خپره کړه. د مايک پمپيو په ياده اعلاميه او د اسوشيټيډ پرېس اژانس په اړونده ليکنه کې ويل شوي چې د چين حکومت د ملي لږکيو نفوس د کنټرول په موخه د ښځو د تعقيم کولو ډېر جدي تدبيرونه نيولي دي. خو داسې محتويات د امريکا د جېمستون صندوق له هغه خپور شوي راپور څخه راپورته کېږي چې ايدريان زېنز(Adrian Zenz) د روان کال په جون مياشت کې ليکلی دی. دا راپور په امريکا کې د چين ضد ځينو ارګانونو او کارپوهانو لخوا د ګونګوسۍ په جوړولو او د شمېرو په تعديلولو سره جوړ شوی دی.

ادريان زينز په خپل تش په نوم راپور کې د شينجيانګ د کشغر سيمې د پيزاوات ولسوالۍ په تړاو معالومات خپاره کړي او هڅه يې کړې دا تاييده کړي چې ځايي ارګان د ملي لږکيو د ښځو د ولادت په اړه ډېرې څارنې کوي.

د شينجيانګ پوهنتون د سياست او عامې ادارې پوهنځي مرستيالې پروفيسرې لين فانګ فې د سپتمبر په ۱۴مه نېټه په دې اړه د دې پوهنتون په ويبپاڼه کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، دا يو واقعيت دی چې په چين کې د ولادت په برخه کې حکومتي خدمتونه پرانيستې دي، هر څوک د ماشوم پيدا کولو او يا نه پيدا کولو د انتخاب حق لري. د اويغوري قوم په شمول د بېلا بېلو قومونو وګړي د اړوندو مالوماتو د پېژندلو پر بنسټ پخپله خوښه د بچي د ليرې کولو عمليات غوره کولای شي، ښځې دا حق لري چې د خپلې کورنۍ د حالت له مخې د يو اولاد تر لرلو وروسته د بچي ليرې کولو غوره کړي. د ادريان زينز تش په نوم راپور کې بې له شواهدو مالومات ځای کړي او د حکومت له لوري په زور د ښځو د ولادت د مخنيوي په اړه يې هېڅ کره شواهد نه دي په ګوته کړي، نو دغه راپور هېڅ د منلو وړ نه دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای