CRI Online

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د سويس فدراسيون رئيس سيمونيتا سوماروګا د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول

cri     (GMT+08:00) 2020-09-14 17:57:40

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د سويس فدراسيون رئيس د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په پيغام کې دې ته اشاره وکړه چې سويس له هغو لويديځو هېوادونو څخه دی چې له نوي چين سره يې ډېر وختي سياسي اړيکې جوړې کړې. د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د جوړېدو له اوياوو کلونو راهيسې دغه اړيکې ډېرې ټينګې شوې. دواړو خواوو په ګډه د مساواتو، نوښت او ګډو ګټو پر بنسټ همکاريزې روحيې ټينګې کړې چې د هغو دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه همکارۍ نمونه ګرځيدلې ده چې مختلف ټولنيز نظامونه لري او د پرمختګ په مختلفو پړاوونو کې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای