د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۴ مه نېټه د ليختن اشتاين ولیعهد الويس د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د تينګېدو د ۷۰ مې کاليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره وکړه چې که څه هم د چين او ليختن اشتاين جغرافيايي موقعيتونه يو له بل څخه لېرې دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ او تبادلې ژورې او ښې دي. د دواړو هېوادونو تر منځ د خپلمنځي سياسي اړيکو د تينګېدو له ۷۰ کالو راهيسې دوستي ښه ساتل شوې او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پرمختګ کړې دي.
الويس په خپل پيغام کې ويلي چې له تېرو ۷۰ کلو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو پرمخ موندلی او په بېلا بېلو برخو کې يو له بل سره همکارۍ او مرستې کړې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |