د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۴مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد جرمني له لومړې وزيرې انګيلا ميرکل، د اروپايي شورا له مشر چارلس ميشل او د اروپايي ټولنې د کمېسيون له مشرې وان دیر لين سره يوه ويډيويي کتنه وکړه.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې د ټولو لپاره د منلو وړ يوه واحده پرمختيايي لار موجوده نه ده. دلته تر ټولو غوره لار نه، خو نسبتاً ښه لار شتون لري. باور لرو چې اروپايي لوری د خپل ځان پر وړاندې د بشري حقونو مسئلې د حل وړتيا لري. چين کوم هېواد د بشري حقونو استاد نه مني او له دوه ګونې معيار سره مخالفت کوي. چين غواړي چې له اروپايي لوري سره د متقابل درناوي پر اصولو خپلمنځي تبادلې پياوړې کړي او ګډ پرمختګ ومومي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |