CRI Online

شي جين پينګ: موږ پر څلورو برخو ټينګار کوو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 10:08:51

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۴مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد جرمني له لومړې وزيرې انګيلا ميرکل، د اروپايي شورا له مشر چارلس ميشل او د اروپايي ټولنې د کمېسيون له مشرې وان دير لين سره يوه ګډه ويډيويي کتنه وکړه.

شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د کورونا وبا خپرېدل په روانې پېړۍ کې د بې ساري بدلون د ګړندی کېدو سبب شوی دی. انسانان اوس په نوې څلورلارې کې ولاړ دي. چين او اروپا بايد د هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ خپلمنځي اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړي، په سوله کې دې پر ګډ ژوند ټينګار وکړي، پر ورخلاصون، همکارۍ ، څواړخيزم، ډيالوګ او سلامشورو دې ټينګار وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای