CRI Online

ByteDance به په امريکا کې خپلې چارې پر مايکروسافت(Microsoft) باندې خرڅې نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 11:14:43
ByteDance به په امريکا کې خپلې چارې پر مايکروسافت(Microsoft) باندې خرڅې نه کړي

په امريکا کې د تيک تاک(Tiktok) فرعي شرکت نظر بدل شوی او ويلي يې دي مايکروسافت(Microsoft)، چې مخکې يې ډېر زيات امکان درلود چې دغه شرکت وپېري، په ځايي وخت د سپتمبر په ۱۳مه نېټه يې په يوه اعلاميه کې وويل، د چين تخنيکي شرکت ByteDance به په امريکا کې د تيک تاک چارې پر مايکروسافت باندې حرڅې نه کړي.

د ډېرو امريکايي رسنيو د خبر له مخې، ByteDance اوس له بېلابېلو خواوو سره سلامشوره کوي چې په امريکا کې څنګه خپلې چارې سمبال کړي او ونه پلوري. ځيني خبرونه شته چې ByteDance په امريکا کې خپله اړونده څانګه او شرکت به خرڅ نه کړي او په عين وخت کې سورس کوډ (source code) به پر هيڅ امريکايي اخيستونکي باندې خرڅ نه کړي.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای