د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خارجه وزارت د سپتمبر د ۱۴مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د چين لخوا په ټوله نړۍ کې د ډېټا د خونديتوب وړانديز هرکلی وکړ او څرګنده کړې يې ده چې دغه وړانديز خورا اهميت لري او پر وخت وړاندی شوی دی.
د دغې اعلاميې له مخې، د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ په چټک پرمختګ سره مختلف اقتصادونه پر ډيجټتلي معلوماتو، ډېټا او انټرنيټ زياته اتکا لري. د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ مساوي او د باور وړ اداري ميکانيزم د اقتصادي او ټولنيزو چارو د پرمختګ لپاره کليدي رول لري. د چين لخوا په ټوله نړۍ کې د ډېټا د خونديتوب وړانديز د اړوندو مهمو مسئلو د حل لار ښودلې ده چې د م م په شمول مختلفو څواړخيزو ډګرونو کې پرې زيات بحثونه شوي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |