CRI Online

چين له ۱۳۸ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې همکاريز سندونه لاسليک کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 11:24:44
چين له ۱۳۸ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې همکاريز سندونه لاسليک کړل

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې د سپتمبر په ۱۴مه نېټه خبر ورکړ چې د دې کمېټې د يو کمربند او يوې لارې جوړونې د هڅونې ادارې څو ورځې مخکې د فو جيان ولايت په چيوان جو ښار کې د ۲۰۲۰ کال لپاره د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې عمده کارونو د هڅولو غونډه ترسره کړه.

په دغه غونډه کې دې ته اشاره وشوه چې د يو کمربند او يوې لارې جوړونې د هڅونې کارونو مهم پرمختګ تر لاسه کړی دی. چين تر اوسه له ۱۳۸ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې ۲۰۰ همکاريز سندونه لاسليک کړي او د شپږو دهليزونو، شپږو لارو په شمول له څو هېوادونو او بندرونو سره يې د تبادلې او همکارۍ بنسټيز چوکاټ بشپړ کړی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای