CRI Online

امریکا د نړیوالې ټولنې په مخالف مخ کې ولاړه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 11:25:57

د م م اسامبلې څو ورځې مخکې په اکثريت رايو سره د کوويدـ۱۹ وبا يو مجموعي پرېکړه ليک تصويب کړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۱۴مه نېټه وويل، دغه پرېکړه ليک د رايو په مطلق اکثريت سره تصويب شو، له دې څخه يو ځل بيا د م م د اکثرو غړو دريځ او د نړيوالې ټولنې همغږي څرګنده شوې ده، چې د ويروس پر ضد په مبارزه کې يوازې د يووالي او همکارۍ له لارې کاميابي تر لاسه کړي.

خو د امريکا په شمول یو څو هېوادونو له يادې پرېکړې سره د مخالفت رايه ورکړې. په دې اړه نوموړي وويل، له دې پرېکړه ليک څخه دا په ډاګه شوې ده چې امريکا هميشه په اسانه توګه له سازمان يا ګروپ څخه وتلې او تړون يې ویجاړ کړی، د وبا په اړه خپل مسئوليت يې پر نورو هېوادونو باندې اچولی او په قصدي توګه يې د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد د نړيوالې ټولنې هڅو ته زيان رسولی. امریکا د نړيوالې ټولنې په مخالف مخ کې ولاړه دي.    

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای