د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۴مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکيل، د اروپايي شورا له رئيس چارليس ميشل، د اروپايي ټولنې د کميسيون له رئيسې وان ديرلين سره ويډيوي خبرې اترې وکړې.
يادو مشرانو پرېکړه وکړه چې د چاپېريال او اقليم او د ډيجټلي تکنالوژۍ په اړه به د د چين او اروپا د جګپوړو مامورينو د ډيالوګ ميکانيزم جوړ کړي او د چاپېريال ساتنې او ډيجټلي تکنالوژۍ په برخو کې به خپلمنځي همکاريزې اړيکې لا ټينګې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |