د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۴مې نېټې په شپه په بېجينګ کې د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکيل، د اروپايي شورا له رئيس چارليس ميشل، د اروپايي ټولنې د کميسيون له رئيسې وان ديرلين سره ويډيوي خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ د هانکانګ او شينجيانګ موضوعاتو په اړه د چين دريځ څرګند کړ او و يې ويل چې د دغو موضوعاتو اصلي موخه د چين د حاکميت، امنيت او يووالي ساتل او د بېلا بېلو قومونو د وګړيو د ښه ژوند او کار د حقونو ضمانت دی. چين په خپل هېواد کې د هر چا او هر ځواک لخوا د ناارامتيا، بېلتون او شخړې جوړونې سره کلک مخالفت کوي او د چين په کورنيو چارو کې د بهرني هېواد لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |