د م م د بشري حقونو جګپوړې مامورې ميشل بچليټ د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د سويس په ژنيو کې وويل، د بشري حقونو د ضمانت اغېزناک تدبيرونه د کوويد-۱۹ منفي اغېزه کمولای شي. په داسې حال کې چې په ګردې نړۍ کې کوويد-۱۹ ګړندی خپرېږي، په ځينو هېوادونو کې د طب او روغتيا او ټولنيز ضمانت بشپړ سيستم اغېزمن رول لوبولی او د وګړيو بنسټيز حقونه يې ښه ساتلي دي.
د بشري حقونو شورا ۴۵مه غونډه په همدې ورځ پرانيستل شوه. ميشل بچليټ د دې غونډې په يوه مباحثوي ناسته کې وويل، د ځينو هېوادونو بريالۍ تجربې ښيي چې د ټولنيز ضمانت ښه بشپړ سيستم لري، نو د ناڅاپي روغتيايي پېښې د رامنځته کېدو په وخت کې خلکو ته اسانه طبي خدمتونه برابرولی او د وګړيو د بنسټيزو اقتصادي او ټولنيزو حقونو ضمانت کولی شي. نوموړې دې ته اشاره وکړه چې د کوويد-۱۹ تر رامنځته کېدو وروسته په ځينو هېوادونو کې د نامساواتو حالات پيدا شوي، دغه ويروس د بېل بېلو نژادونو او اقتصادي او ټولنيز مقام لرونکو پر وړاندې ډول ډول ستونزې راولاړې کړې دي. نو اړوند هېوادونه بايد د يوې لا عادلانه ټولنې د جوړولو لپاره عملي تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |