CRI Online

هيله ده، بين الافغاني مذاکرات دې د سولې ښه پايله ولري.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 14:45:27

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په پار افغانانو ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې ښکېلې خواوې ملي ګټې په پام کې نيولو او ګډو هڅو سره په دغو مذاکراتو کې د سولې ښه پايله رامنځته کړي.

وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، د يادو مذاکراتو دواړه خواوې يو د بل وروڼه دي چې د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره د مذاکراتو ميز تر څنګ ناست او د افغانستان د سولې بهير نوې پاڼه يې پرانيستې ده. له تاريخي واقعيتونو څخه يو ځل بيا څرګندېږي چې پوځي چلند افغانستان ته سوله نشي راوړلای او سياسي لارې چارې يې يوازنۍ د حل لار ده. موږ هيله لرو چې دواړه خواوې د خبرو اترو له لارې د منلو وړ يو ټولشموله سياسي چوکاټ رامنځته کړي، ترهګرۍ ته سخته ضربه ورکړي، د سولې او دوستۍ بهرنۍ تګلارې پلې کړي او خپل هېواد ته سوله او پرمختګ راوړي.

څو ورځې دمخه د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په مراسمو کې وويل، چين د زړه له کومې هيله لري چې د يادو مذاکراتو دواړه خواوې خپلمنځي توپيرونه کم کړي او د افغانستان مسئلې د سياسي حل لپاره يوه اغېزمنه لايحه پيدا کړي. چين تل د افغانانو د انتخابونو درناوی کړی او کوي يې، د افغانانو په لارښوونې او حاکميت د دغه هېواد د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او د پخوا په شان به د دغه بهير د منځګړي او اسانتياوو برابرونکي په توګه خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.

دواړه خواوې دې روانو مذاکراتو ته په درنه سترګه وګوري، د سولې فرصت دې په مينه وساتي. لکه څنګه چې د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، سوله د هوا او رڼا په شان ده. که وګړي په سوله کې وي، ښايي اهميت يې ورته معلوم نشي، خو که سوله له لاسه ورکړي، ښايي ژوند يې و نه کړي. چين د افغانستان د دوديز ګاونډی او صميمي دوست په توګه له نورو نه زياته لېوالتيا لري چې په دغه هېواد کې ژر تلپاتې سوله او ثبات رامنځته شي، افغانان ژر د جګړې له سيوري څخه ځان خلاص کړي او نيکمرغه ژوند ولري.

هيله ده چې دغه بين الافغاني مذاکرات ښه پايله ولري او په افغانستان کې د سولې رڼا رامنځته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای