CRI Online

د چين خارجه وزارت: هيله ده، بين الافغاني مذاکرات دې د سولې ښه پايله ولري.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 14:46:06

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په پار افغانانو ته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چې ښکېلې خواوې ملي ګټې په پام کې نيولو او ګډو هڅو سره په دغو مذاکراتو کې د سولې ښه پايله رامنځته کړي.

وياند وانګ ون بين په دې اړه وويل، د يادو مذاکراتو دواړه خواوې يو د بل وروڼه دي چې د زياتو ستونزو په ليرې کولو سره د مذاکراتو ميز تر څنګ ناست او د افغانستان د سولې په بهير کې يې نوې پاڼه پرانيستې ده. له تاريخي واقعيتونو څخه يو ځل بيا څرګندېږي چې پوځي چلند افغانستان ته سوله نشي راوړلای او سياسي لارې چارې يې يوازنۍ د حل لار ده. موږ هيله لرو چې دواړه خواوې د خبرو اترو له لارې د منلو وړ يو ټولشموله سياسي چوکاټ رامنځته کړي، ترهګرۍ ته سخته ضربه ورکړي، د سولې او دوستۍ بهرنۍ تګلارې پلې کړي او خپل هېواد ته سوله او پرمختګ راوړي.

وانګ ون بين دا هم وويل چې چين د افغانستان دوديز ګاونډی او صميمي دوست دی. لکه څنګه چې د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په مراسمو کې وويل، چين د زړه له کومې هيله لري چې د يادو مذاکراتو دواړه خواوې خپلمنځي توپيرونه کم کړي او د افغانستان مسئلې د سياسي حل لپاره يوه اغېزمنه لايحه پيدا کړي. چين تل د افغانانو د انتخابونو درناوی کړی او کوي يې، د افغانانو په لارښوونې او حاکميت د دغه هېواد د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او د پخوا په شان به د دغه بهير د منځګړي او اسانتياوو برابرونکي په توګه خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.

(سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای