CRI Online

 د امريکايي سياستوالو له خوا د ساينس له پامه غورځول له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې د دې هېواد د ناکامۍ سبب شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 14:55:22

اوس مهال په امريکا کې په کوويد۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر شپږ مليونه پنځه لکه تنو ته رسيدلی او د مړينې شمېر پکې شاوخوا دوه لکه تنه دی. د امريکا ټايمز مجلې په دې وروستيو ورځو کې په دې اړه داسې ليکلي چې دا يوه امريکايي ناکامي ده.خو واقعی حالت ښايي لا تر دې نور هم خراب وي. د امريکا د سي ان ان (CNN)تلويزيوني مطبوعاتي شبکې په دې وروستيو ورځو کې په بېکري کې د کليفورنيا پوهنتون د ځايي څانګې د عامې روغتيا د پوهنځي د څېړنيز راپور له قوله ويلي چې په دې هېواد کې په ياد ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ښايي د تشخيص شويو کسانو د اوسني شمېر له دريو څخه تر شل ځلې پورې لوړ وي. دغه څېړنيزه نتيجه د جولای په وروستۍ لسيزې کې د امريکا د ناروغيو د کنټرول د مرکز له خوا له خپرې شوې څيړنيزې نتيجې سره يو شان ده.

د کوويد ۱۹ وبا په اړه د امريکا واقعی حالت لاهم نه دی څرګند شوی.په نړۍ کې د يوازني ډېر لوی هېواد په توګه ولی امريکا په دې مبارزه کې ناکامه شوې؟ د دې هېواد د ناروغيو د کنټرول مرکز پخواني مسئول توماس فريدن پر امريکايي حکومت انتقاد وکړ چې له دې ويروس سره د اوسني حکومت د مقابلې لارې چارې ناکامې شوې او اغيزناک تدبيرونه نه دي نيول شوي.د کوويد ۱۹ د وبا راهيسې د امريکايي سياستوالو له يو لړ کړنو څخه ښکاري چې دوی يوازې خپلې سياسي ګټې لټولې او په دې مبارزه کې يې ساينس له پامه ِغورځولی دی،نو دا له کوويد ۱۹ سره د مقابلې په برخه کې د دوی د ناکامۍ سبب شوې ده.

که څه هم د عامې روغتيا ډېرو کارپوهانو دې ته په اشارې سره ويلي چې د معلوماتو شفافيت له کوويد ۱۹ سره د مقابلې په ترڅ کې ډېر مهم دی.خو د امريکا حکومت په اند پر حقيقت د سترګو پټول د دې ويروس د وبا مخنيوی کولی شي.په دې وروستيو ورځو کې د واشينګټن پوست ورځپاڼې مشهور خبريال بوب اودويرد د غږيز فايل په خپرولو سره هغه حقيقت ته ګوته نيولې چې د امريکا مشرانو د روان کال په فبروري کې پر دې ښه پوه شوی و چې ياد ويروس خطرناک دی او وبا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. خو دوی ويلي چې دا يوازې انفلوېنزا ده او دغه ويروس به ژر ورک شي.د دې غږيز فايل خپرېدو د امريکا په دننه کې سخت غبرګونونه راپارولي دي. د ساينس په نوم د مجلې عمومي چلوونکي په دې باندې سخت خپګان ښکاره کړ او پرې يې انتقاد وکړ چې يوه امريکايي ولسمشر د ساينس په اړه ولی داسې دروغ ويلي دي چې دغه ناوړه کړنه نه يوازې د انسانانو روغتيا له ګواښ او خطر سره مخ کړي بلکې د ډېرو امريکايانو د مړينې سبب شوې هم ده. دا ښايي د امريکا د ساينسي تګلارو په تاريخ کې تر ټولو شرمېدلی وخت وي.

سربېره پردې امريکايي سياستوالو د حقيقتونو د پېژندلو د مخنيوي لپاره پر ساينس پوهانو فشارونه اچولي او د روغتيايي څانګو د غږ پورته کولو مخنيوی يې هم کړی دی. دوی د پوهنې او ساينس پر ضد ډېرې بدې کړنې کړې دي.

د بېلګې په توګه د امريکا د ناروغيو د کنټرول مرکز د معافيت او تنفسي ناروغيو د څانګې مسئولې ناسي مسنيل د روان کال د فبروري په پای کې امريکايان دې ته ملتفت کړي چې راتلونکی ژوند او سفرونه ښايي د کوويد ۱۹ وبا له امله له منفي اغيزو سره مخ وي. خو ورپسې هغې د سپينې ماڼۍ په خبري ناستو کې ونه ليدل شوه. د امريکا د ساري ناروغۍ مشهور کارپوه انتوني فوچي څو څو ځلې د اوسني حکومت له ګوزارونو سره مخ شوی دی. په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د عامې روغتيا چارواکو څو څو ځلې د سي ان ان د خبر له مخې د امريکايي مشرانو له خوا د وړاندې شويو معلوماتو د تقويه کولو لپاره په کوويد۱۹ د اخته کېدو انډول او د مړينې انډول په اړه د ياد مرکز له خوا خپور شوی سند اصلاح کړی چې په دې مبارز ه کې د امريکايي حکومت د سياسي لاسوهنې يو بل ثبوت دی.نړيوال ويني چې امريکايي سياستوالو د خپلو سياستي ګټو د لټولو لپاره د امريکايانو خونديتوب او روغتيا له پامه غورځولې چې له امله يې د امريکا ټولنيزه منزوې کيدنه لاپسې سخته شوې او نړيواله بڼه يې هم لا پسې خرابه شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای