CRI Online

د کوريا جمهوريت اعلان وکړ چې راتلونکي کال کې به د کوويد-۱۹ ضد واکسين جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 15:33:22

د کوریا جمهوريت د سپتمبر په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد د ناروغيو کنترول اداره تاسيس کړه او د جوړېدو په مراسمو کې يې اعلان وکړ چې دغه هېواد به په راتلونکي کال کې د کوويد-۱۹ ضد واکسين جوړ کړي او په روان کال کې به له پلازما څخه په ګټه اخيستلو د کوويد -۱۹ درمل جوړ کړي.

د روانې مياشتې تر ۱۴ مې نېټې پورې په ياد هېواد کې ۲۲۲۸۵ کسان پر کوويد-۱۹ اخته شوي ،۳۶۳تنه مړه شوي او۱۸۴۸۹ تنه بېرته رغېدلي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای