CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د راشاکی ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو بهير پيليږي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-15 15:44:49

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې د راشاکی ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو تړون د لاسليک کېدو مراسم د سپتمبر په ۱۴ مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد کې ترسره شول، دا د دې معنا لري چې د دغې پروژې د قرارداد په اړه خبرې اترې بشپړې شوې او د جوړولو بهير به يې ژر پيل شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د ياد تړون د لاسليک کېدو مراسمو ته په وينا کې وويل چې راشاکی ځانګړی اقتصادي زون به د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د صنعتي سويې د لوړولو په ګټه وي او ځايي اوسېدونکو ته به زیات کاري فرصتونه برابر کړي.

د اړوند پلان له مخې به راشاکی ځانګړی اقتصادي زون 406.7 هکتاره پراخوالی ولري، د جوړولو کارونه به يې په دريو پړاونو کې ترسره شي او د انجني ماشين الاتو، د کور سامان الاتو، د خوراکي توکو پروسيس او نساجۍ تصدۍ به راجذب شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای