CRI Online

لي که چيانګ: چين به د ورخلاصون پر پراخوالي ټينګار وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-16 10:07:58

د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د نړيوال اقتصادي فورم د صنعتکارانو په ځانګړې ويډيويي غونډه کې وويل چې د کوويد ۱۹ وبا د نړيوال اقتصاد ته په تېره بيا د نړيوالې سوداګرۍ او د بېلا بېلو چارو برابروونکي ځنځيرونو ته ډېر زيانونه رسولي دي.په دې حال کې ځينو هېوادونو د تخنيکونو او صنايعو په برخه کې له چين سره اړيکې پرې کړې چې دا مناسبه نه ده او امکان نه لري.مونږ بايد د سوداګرۍ او پانګونې ازادي او اسانتياوې وساتو او ژر تر ژره دې بېلا بېل صنعتي برابروونکي ځنځيرونه او سوداګريز تګ راتګ اعاده کړو تر څو په نړيوال اقتصاد کې خوځنده ځواک راوپاروي.

لي که چيانګ وويل چې د چين اقتصاد په ژوره توګه په نړيوال اقتصاد کې برخه اخيستې او د چين پرمختګ له نړيوال پرمختګ څخه نه شي جلا کيدای او نړيوال پرمختګ هم د چين برخه اخيستنې ته اړتيا لري. هر څومره چې په بهرني چاپيريال کې څه بدلونه راشي، چين به د ورخلاصون پر پراخوالي او دوام ټينګار وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای