د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د نړيوال اقتصادي فورم د صنعتکارانو په ځانګړې ويډيويي غونډه کې وويل چې اوسني حالت ته په کتو سره د چين اقتصاد په ثابت ډول اعاده شوی او له روان کال راهيسې په ښارونو او علاقه داريو کې د استخدام شويو کسانو شمېر له اوو لکو څخه اوښتی دی.که د اقتصاد اوسنی حالت وساتل شي، عمده اټکل شوې موخې به تر سره شي او د اقتصاد د زياتوالي انډول به زيات شي، خو د موجودو ستونزو او ننګونو د لېرې کولو لپاره لازياتو هڅو ته اړتيا لرو.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |