CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت:د چين، جرمني او اروپا د مشرانو ترمنځ ويډيويي ملاقات مهمې لاسته راوړنې درلودلې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-16 10:15:45

  د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د څوارلسمې نيټې په شپه د اروپايي ټولنې د رئيسه هېواد جرمني د صدراعظمې انګيلا ميرکل، د اروپايي شورا د رئيس چارليس ميچل او د اروپايي ټولنې کميټې له رئيسې ارسولا وان دير لين سره ويډيويي ملاقات وکړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې دغه ملاقات د چين او اروپا ترمنځ د لوړې کچې مهم ملاقات دی او د سل کلن بدلون او کوويد ۱۹ وبا په حال کې د چين او اروپا ترمنځ يوه مهمه ستراتيژيکه تبادله هم ده. دغه ملاقات يو لړ مهمې لاسته راوړنې درلودلې دي.

وانګ ون بين وويل چې لومړی چين او اروپا په رسمي توګه د دواړو خواوو ترمنځ د جغرافيايي نښو تړون لاسليک کړ. دوهم دواړو خواوو د پانګونې د تړون په خبرو اترو کې ستر پرمختګونه موندلي دي او پر دې يې ټينګار کړی چې په روان کال کې به دغه خبرې اترې تر سره شي. درېيم چين او اروپا پر دې موافقه کړی چې د چاپيريال او اقليم په اړه د لوړې کچې د ډيالوګ ميکانيزم او په ډيجيټلي برخه کې عالي رتبه ډيالوګ وکړي. څلورم دواړه خواوې بايد له څو اړخيزم څخه ملاتړ وکړي، له کوويد ۱۹ سره په مبارزه کې دې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي ،د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا لپاره دې ګډې هڅې وکړي او له نړيوالو ننګونو سره دې ګډه مقابله وکړي تر څو په سياسي لارو چارو نړيوالې او سيمه ييزې تودې مسئلې حل شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای