CRI Online

ايران په جنوبي افريقا کې د امريکا سفير ترورول رد کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-09-16 10:23:55

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا خبري رسنيو د يوې سرچينې له قوله ويلي چې د ايران حکومت په جنوبي افريقا کې د امريکا لوی سفير پټه وژنه تر غور لاندې نيولې. ورپسې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې ايران ښايي د امريکايي سياستوالو د پټې وژنې او د نورو بريدونو د تر سره کولو پلان باندې کار کوي ترڅو د قاسم سلماني د وژنې غچ له امريکا څخه واخلي. هغه ګواښ وکړ چې امريکا په خپل هېواد کې د ايران له خوا تر سره کېدونکی هر ډول بريدونو ته دوه ځلې ځوابونه ور کړي. د ايران حکومتي وياند علي ربعي د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د ياد پلان په اړه د امريکا خبرې رد کړې.

هغه زياته کړه چې د امريکا حکومت يادې څرګندونې ښايي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د رايو تر لاسه کولو په موخه وي. د منځني ختيځ تاريخ ته په کتو سره مو هغه حالت ليدلي چې د امريکا حکومت د جعلي معلوماتو په پلمه په افغانستان او عراق کې جګړه پيل کړې ده.هيله لرو چې دوی د ايران پر وړاندې نوې ستراتيژيکه تېروتنه ونه کړي،که نه ايران به ور ته سخت ځواب ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای