CRI Online

تيک تاک: امريکايي حکومت ته يوه لايحه وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-16 10:28:15

تيک تاک (Tiktok) شرکت د سپتمبر په ۱۴مه نېټه وويل، امريکايي حکومت ته يې يوه لايحه وړاندې کړې. د امريکا اورکل (Oracle ) شرکت په همدې ورځ اعلان وکړ چې د تيک تاک له عمومي شرکت بايټ دانس (ByteDance) سره يې تړون لاسليک کړی او د تخنيکي چارو د برابرولو په برخه کې يو باوري شرکت به ورته اوسي. خو دغه تړون لا هم د امريکايي حکومت تائيد ته اړتيا لري.

تيک تاک په خپله اعلاميه کې هم ويلي، دا تائيد شوې چې امريکايي حکومت ته مو يوه لايحه وړاندې کړې ده. باور لرو چې دغه لايحه به د امريکايي حکومت امنيتي انديښنه لېرې کړي. د دې لايحې له لارې به تيک تاک په دوامدار ډول په امريکا کې، چې ۱۰۰ ميليونه مينه وال لري، ازاد کارول پر ځای او پر خپل حال پاتې شي. خلک غواړي د دې اپليکېشن له لارې سره اړيکې ونيسي او په عين وخت کې په لکونو کوچنۍ تصدۍ او کار جوړوونکي د تيک تاک له لارې خپل کارونه تر سره کوي.

د امریکا د ماليې وزير ستيوين منوچين په ۱۴مه نېټه په مرکه کې وويل، دغه لايحه د ماليې وزارت ته رسېدلې، اورکل شرکت به د تيک تاک د اعتمادي تخنيکي همکار په توګه د امريکا په استازيتوب ملي امنيتي مسئله حل کړي.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای