امنيت شورا د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په افغانستان کې د م م د مرستندويه پلاوي (يوناما) د ماموريت مودې د غځولو په هکله په متفق ډول ۲۵۴۳م نمبر پرېکړه ليک تصويب کړ. په م م کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ تر رايې ورکولو وروسته په خپله وينا کې د يوناما په اړه د چين دريځ روښانه کړ.
ګنګ شوانګ په خپلو خبرو کې وويل چې چين د امنيت شورا د ياد پرېکړه ليک د تصويبېدو هرکلی کوي. د افغانستان د نژدې ګاونډي په توګه چين د يوناما ملاتړ کوي او هيله لري چې دغه هېواد کې جګړه ختمه شي او تاوتريخوالی پای ته ورسول شي او ژر تر ژره پرمختګ او هوساينه ترلاسه کړي. د افغانستان د سولې پروسې د پام وړ پرمختګ کړی دی او په دې وروستيو کې بين الافغاني مذاکرات پدې وروستيو کې پيل شوی. ګنګ شوانګ زياته کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات د قوي ټولنيز او اقتصادي بنسټ پرته نشي ترسره کېدای. يوناما بايد له واک سره سم سيمه ييزې همکارۍ او ارتباطاتو ته ادامه ورکړي ، د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې ملاتړ او له دغه هېواد سره مرسته وکړي او د اوږدمهاله ستونزو لکه فقر او نشه يي توکو په شمول د ځينو مسئلو د حل لپاره مرستې برابرې کړي. چين به په افغانستان کې د سولې او پخلاينې د پروسې ملاتړ کوونکی ، منځګړی او اسانتياوو برابرکونکی وي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای په دغه هېواد کې د سولې، ثبات او پرمختګ په تامينولو کې نه ستومانه کېدونکې هڅې او مثبتې مرستې وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |