CRI Online

په تېر اګست کې د چين اقتصادي چارې ثابتې روانې وې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-16 12:16:01
په تېر اګست کې د چين اقتصادي چارې ثابتې روانې وې

د چين د شمېرنې دولتي رياست د سپتمبر په ۱۵مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په تېر اګيست کې د چين عمده اقتصادي اندازې لوړې شوې او اقتصادي چارې ثابتې روانې وې.

د يادې شمېرنې له مخې، په اګست مياشت کې چين کې د پيمانه لرونکو صنعتي چارو زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت 5.6 سلنه زيات شوی. د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې په ټول هېواد کې د پيمانه لرونکو صنعتي چارو زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په نسبت 0.4 سلنه زيات شوی او د پرمختګ اندازه يې له منفي څخه مثبت ته لوړه شوې. د چين د شمېرنې دولتي رياست وياند فو لينګ هوی وويل، د چين په اقتصادي چارو کې مثبت عوامل زيات شوي. هغه وويل

((په تېر اګست کې د چين په اقتصادي چارو کې ډېر فعال بدلونونه رامنځته شوي، اقتصاد د کوويد-۱۹ او سيلابونو له منفي اغېزو سره سره د ثابت پرمختګ پر لوري روان شوی. په دغه مياشت کې د پيمانه لرونکو صنايعو زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله 5.6 سلنه زيات شوی او د يادولو وړ ده چې د لوړې تکنالوژۍ لرونکو توليدوونکو چارو د زياتوالي سرعت يې ډېر ګړندی و، د خدمت کوونکو روبوټونو او د ځيرکو ساعتوو د توليدي اندازې زياتوالی له ۷۰ سلنې نه زيات شوی. د صنعتي روبوټونو او نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو د توليدي اندازې زياتوالی له ۳۰ سلنې څخه زيات شوی. له دې څخه ښکاري چې د چين په اقتصادي چارو کې ډېر مثبت عوامل رامنځته شوي او د اقتصادي پرمختګ نوی حياتي ځواک پياوړی شوی دی. ))

ښاغلي فو لينګ هوی وويل، په تېر اګست مياشت کې چين کې د خدماتي سوداګرۍ هم ثابت پرمختګ موندلی، د روزګار عمومي حالت او د توکو بيې هم ثابتې وې، د نړيوالې سوداګرۍ او پانګو زياتوالی له اټکل څخه زيات، پکې ښه والی ښکار شوی دی. نوموړي وويل

((په تېر اګست مياشت کې د وارداتو او صادراتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په نسبت 6سلنه زيات شوی او په دې جمله کې صادراتي ارزښت 11.6 سلنه زيات شوی او د دوامداره زياتوالي په حال کې دی. بله خوا په اګست مياشت کې د چين لخوا راجلب او کارول شوې بهرنۍ پانګې 18.7 سلنه زيات شوې دي. ))

ښاغلي فو لينګ هوی وويل، د چين د بازار حياتي ځواک هم پياوړی شوی، په داسې حال کې چې د تصديو ګټې زياتې شوې، د تصديو د بازار اټکل او وړاندوينه هم په ښه کېدو ده. د ګوانګ دونګ د وې لي ځيرکې تکنالوژۍ شرکت مينيجر څای وې د چين ميډيا ګروپ خبريال ته وويل، په دې وروستيو کې د دوی شرکت بهرنۍ سپارښتنې تر ډېرې اندازې پورې زياتې شوې. هغه وويل

((په دې وروستيو ورځو کې زموږ د شرکت کارکوونکي هره ورځ د شپې تر لسو نيمو بجو پورې کار کوي، د کار دندې يې له ټاکلې اندازې پورې ډېرې زياتې دي. ))

ښاغلي فو لينګ هوی زياته کړه چې اوس د چين اقتصادي چارې لا هم د عادي کېدو په حال کې دي او ځينی عمده معيارونه يې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ټيټ دي. ويل کېږي چې د چين د اقتصاد پر وړاندې لا هم ډېرې ستونزې شتون لري. هغه وويل

((اوس په ټوله نړۍ کې کوويد-۱۹ ګړندی خپور شوی او منفي اغېزې يې نه دي ليرې شوې. نو د نړيوال اقتصاد عادي کېدل ستونزمن دی. په عين وخت کې د چين پر وړاندې له بهر څخه پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو د راتلو فشارونه هم زيات دي، د اقتصاد په بهرني چاپېريال کې د بې ثباتۍ او ناارامۍ عوامل زيات دي. د چين په دننه کې اقتصادي احيا برابره او متوازنه نه ده، د ځينو صنايعو او تصديو عادي کېدل له ډېرو مشکيلاتو سره مخ دي. نو چین بايد په راتلونکي کې د اقتصاد د ثابت عادي کېدو د هڅولو لپاره په دوامداره توګه اغېزناک تدبيرونه ونيسي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای