د چين د اطلاعاتو او مخابراتو څېړنيز انسټيټيوټ رئيس ليو دوو د سپتمبر په ۱۵مه نېټه وويل چې اوس مهال په چين کې د 5G کاروونکو شمېر له ۱۱۰ ميليونو څخه اوښتی دی.له پلان سره سم به د ۲۰۲۰ کال تر پای پورې د چين په ښارونو کې د 5G بېس سټېشنونو شمېر له ۶ لکو څخه زيات شي.
ليو دوو په همدې ورځ په چونګ چينګ ښار کې د 5G د نوښت او پرمختګ په سرمشريزه غونډه کې وويل چې اوس د 5G د پرمختګ تمرکز د تخنيکونو له څېړنې څخه استعمالولو ته بدل شوی دی .د روان کال تر اګست پورې ، د نړۍ په ۲۴ هېوادونو او سيمو کې ۴۷ اړوندو شرکتونو د 5G ازموينې پيل کړي. د اګست تر پای پورې ، زموږ د مخابراتو د لويې ډېتا ډګر له لارې د معلوماتو څارنه ښيي چې چين له ۱۱۰ ميليونو څخه ډېر د 5G کارونکي لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |