د سپتمبر په ۱۵ مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا ۴۵ مې غونډې ته په خپلو ویناوو کې د هانکانګ او شينجيانګ په چارو کې د چين له اقداماتو ملاتړ څرګند کړ.
د وينزويلا استازي په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد يې له دوه ګوني معيار او د بشري حقونو مسئلو له سياسي کېدو سره ټينګ مخالفت کوي. هانکانګ د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د دې سيمې چارې د چين کورنۍ چارې دي. وينزويلا له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې د م م منشور مراعات کړي او د هانکانګ له موضوع دې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنې په موخه استفاده نه کوي.
بروندي په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پر ضد د چين د حکومت مبارزه ستايي او د ځينو هېوادونو له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي چې د هانکانګ او شينجيانګ مسئلې په پلمه پر چين نيوکه کوي .
د ميانمر استازي وايي، ميانمر د يو چين پېژندنې له اصل او په هانکانګ سيمه کې د چين حکومت له "يو دولت او دوه نظامونه"پاليسۍ څخه ټينګ ملاتړ کوي.
د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او سوريې استازو څرګنده کړه چې دوی له ځينو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې له هانکانګ او شينجيانګ مسئلو څخه دې د چين په کورنيو چارو کې د مداخلې لپاره استفاده نه کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |