CRI Online

د چين استازي له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-16 16:19:28

د م م د بشري حقونو شورا په ۴۵ مه غونډه کې پر بشري حقونو د کوويد-۱۹ وبا د اغېزو په اړه بحثونه وشول. په دغه غونډه کې د چين استازي له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړي او د عامه روغتيا قضيې له سياسي کېدو سره دې مخالفت وکړي.

د چين استازي په خپلو خبرو کې وويل چې کوويد-۱۹ وبا لااوس هم په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده، د خلکو ژوند او روغتيا يې له سخت ګواښ سره مخ کړې او د خلکو د ژوند او روغتيا د حقونو د خوندېتوب لپاره د بېلابېلو هېوادونو اقدامات سخت ننګوي. دا وبا د نژادي تبعيض او په ټولنه کې د نابرابرۍ د ډېرېدو لامل ګرځېدلې ده. بېلابېل حکومتونه دې د خلکو ژوند او روغتيا ته لومړيتوب ورکړي، د وبا د کنترول لپاره دې اغېزمن اقدامات غوره کړي او پدې برخه کې دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ځيني هېوادونه بايد سمدستي پر پرمختيايي هېوادونو يواړخيز بنديزونه لغوه کړي. وبا دې په کوم لوري پورې نه تړل کېږي او بېلابېلې خواوې دې په ګډه له داسې کړنو او د عامه روغتيايي مسئلې له سياسي کېدو سره ټينګ مخالفت وکړي. اړوندې خواوې دې د نژادي تبعيض او تقابل له پارولو څخه لاس واخلي. نوموړي زياته کړه چې چين به له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ د روانې وبا پر وړاندې مبارزه وکړي، تر څو وبا ژر ختمه شي او د خلکو ګټې خوندي وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای