د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د سپمبر په ۱۷مه نېټه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د ختيځې امريکا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۷ مې نېټې د ماسپښين تر ۶ بجو او ۲۲دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر له ۳۰۰ ميليارډو څخه اوښتی دی او د دغه ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۹۴۳۲۰۳ ته رسېدلی دی.
په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د اخته او مړه شويو کسانو شمېر د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی. په امريکا کې پر کوويد-۱۹ د اخته شمېر ۶۶۶۹۳۲۲ ته رسېدلی او د کوويد-۱۹ له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۹۷۵۵۴ ته رسېدلی دی . په برازيل، هند، مکسيکو او بريټانيا کې د کوويد-۱۹ له امله د مړه شويو کسانو شمېر هم ډېر زيات دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |