CRI Online

د ترهګرۍ او افراطيت ضد او بشري حقونو د تضمين سيمينار تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-18 10:49:22

د ترهګرۍ او افراطيت ضد او د بشري حقونو د ساتنې په اړه آنلاين نړيوال سيمينار د سپتمبر په ۱۷مه نېټه ترسره شو. دا نړيوال سيمينار په ژنيو کې د چين دايمي پلاوي ، په ژنيو کې د کاميرون دايمي پلاوي او د چين د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې او جي نان پوهنتون له خوا ترسره شو. د دې سيمينار هدف په نړۍ او چين کې له ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې په برخه کې د تجربو شريکولو لپاره زمينې برابرول او دغه راز د بشري حقونو ساتنې سره د نړيوالو او چين له خوا له ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې رول بيانول دي.

د خبر له مخې، په م م کې د بلجيم ، ډنمارک ، بېلاروس ، ماليزيا ، ميانمار ، لاوس ، ايران ، سوريې ، سعودي عربستان ، برازيل ، وينزويلا د چارواکو پلاوينو په دې سيمينار کې ګډون درلود.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای