د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۱۷مه نېټه په يوه ناسته کې د نړيوال اقتصاد فورم د نړيوالو تصديو په ځانګړي ديالوګ کې د صدراعظم لي که چيانګ د ګډون په اړه مالومات وړاندې کړي. هغه وويل، صدراعظم لي که چيانګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې بېلا بېلې خواوې بايد له څواړخيزم څخه د ملاتړ او د نړيوالو مقرراتو د ساتنې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي، په ګډه دې د سوداګرۍ او پانګونې ازادي او اسانه کېدو بهير وساتي او ژر تر ژره دې د عرضې او توليدي چارو نړيوال ځنځيرونه بياعادي کړي چې نړيوال اقتصاد ته حیاتي ځواک برابر شي.
د چين صدراعظم لي که چيانګ د سپتمبر د ۱۵مې نېټې په شپه د نړيوال اقتصاد فورم د نړيوالو تصديو په ويډيويي ديالوګ کې ګډون کړی دی، په ګرده نړۍ کې نږدې ۶۰۰ تصدۍ ګارو په دغه ديالوګ کې برخه درلوده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |