CRI Online

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د م م په سوله ساتي عملياتو کې د چيني اردو د ۳۰ کلن  ګډون په نوم سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-18 14:21:16

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د م م په سوله ساتي عملياتو کې د چيني اردو د۳۰ کلن ګډون په نوم سپين کتاب خپور کړ.

په دغه سپين کتاب  کې ليکل شوي چې د چين اردو د م م په سوله ساتي عملياتو کې کيليدي ځواک دی. د چين سوله ساتونکي افسران او سرتېري د کمبوډيا ، کانګو (کينشاسا) ، لايبريا ، سوډان ، لبنان ، قبرس، جنوبي سوډان ، مالي او منځنۍ افريقا په ګډون له ۲۰  څخه زياتو هېوادونو او سيمو ته تللي او د شخړو د سوله ييز حل،سيمه ييز امنيت او ثبات ساتلو او د نوموړو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په برخو کې يې ستر خدمتونه کړي دي .

په دغه سپين کتاب  کې ليکل شوي چې د چين اردو په فعاله توګه د نړۍ سوله ساتي همکارۍ ته وده ورکوي .د چين اردو په وار سره له ۹۰ څخه زياتو هېوادونو او تر ۱۰ ډېرو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره د سولې ساتنې تبادلې او همکارۍ ترسره کړي ، واقعي همکارۍ يې قوي کړي ، دوه اړخيزې او څو اړخيزې اړيکې يې پياوړې  او په دوامداره توګه يې سوله ساتی توان  لوړ کړی دی. د چين اردو د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره کوښښ کوي.

 (ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای